ډیجيټلي سواد یعني څه او په اوسني عصر کې یې اړتیا څه ده؟ ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه

مېلمه: ازاد خبریال حیران

کوربه: محمد فهیم مخلص

نېټه: ۲۰۲۵/ ۹/ ۳۰

په نننۍ نړۍ کې چې ټوله اړیکه، زده‌کړه، سوداګري او حتی د ورځني ژوند ډېری چارې د انټرنېټ او ډیجيټل وسایلو له لارې ترسره کېږي، د “ډیجيټلي سواد” یا ډیجيټل پوهې ارزښت تر بل هر وخت زیات شوی دی.

ډیجيټلي سواد یعنې د هغو مهارتونو درلودل چې انسان پرې کولی شي ډیجيټل وسایل، رسنۍ او انټرنېټ په مؤثره، خوندي او مسؤلانه توګه وکاروي.

ډیجيټلي سواد یوازې دا نه ده چې څوک د موبایل یا کمپیوټر کارول زده کړي، بلکې دا هغه مهارت دی چې انسان پرې د معلوماتو د راټولولو، ارزونې، شریکولو او خوندي ساتلو وړتیا پیدا کوي.

ازاد خبریال حیران په دې اړه وايي:

«ډیجيټلي سواد د معاصر انسان لپاره د لوست او لیک په څېر مهم مهارت دی. که یو څوک ډیجيټلي پوه نه وي، نو د معلوماتي نړۍ له پرمختګونو وروسته پاتې کېږي. دا مهارت خلک له ناسمو معلوماتو ساتي او د باوري سرچینو د پېژندنې توان ورکوي.»

ډیجيټلي سواد د معاصر ژوند یوه بنسټیزه اړتیا ده. که هر وګړی دا مهارت زده کړي، نو نه یوازې له انلاین ستونزو به خوندي پاتې شي، بلکې د پرمختګ، زده‌کړې او نوښت په لاره کې به هم بریالی وي.

په پای کې دا ویلای شو چې ډیجيټلي سواد د راتلونکې نړۍ د دروازې کیلي ده، هر څوک چې دا کیلي په لاس کې لري، له نړۍ سره نښتی دی.

#تجلاراډیو