ډیجیټل رسنۍ او پر افغان ماشومانو یې اغیز!
9/2/2025


داچې په افغانستان کې انټرنیټ ته لاسرسی ډیر ستونزمن دی، په ډیره ټیټه کچه ماشومان دیجیټل رسنیو ته لاسرسی لري.
په افغانستان کې ډیجیټل رسنیو د خپریدو سره سره، ماشومان د نورو بنسټیزو ستونزو لاندې دي چې د ډیجیټل ګواښونو سره یې ځانګړی بڼه لري، د تغذیي، روغتیا، سړکونو پرسر کارکول، رواني ګواښونه او داسي نوري ستونزې.
ځیني پوهان په دي آند دي چې د ټولنیزورسنیو کارول په مثبت ډول کولای شې ډیري مثبتي اغیزي ولري چې له هغې جملې څخه یو یي د عایداتو برخه ده چې په نوره نړۍ کې تر ډیره د کاروني وړ ده، خو ددي ترڅنګ کچیري دقیق او بامسؤلیته پام ورته ونشې نو کوالی شې چې منفې اړخ ته لار هواره کړي.
عبدالسلام"خپلواک" چې د غور ولایت اوسیدونکی دی وایي: په ښارونو کې ماشومان لږترلږه د ګډ انټرنټ له لارې ډیجیټل رسنیو سره آشنا دي، خو په کلیوالي سیمو کې د بریښنا او انټرنټ نشتوالی د ډیجیټل مصرف کچه په شدت سره کموي چې داکولای شي پر ماشومانو مثبتي او منفي اغیزې ولري، د هغي جملې څخه مثبت ټکې: د ماشومانو بلدتیا د نوري نړۍ له رواجونو، لرغونو سیمو پیژندل د خلکو سره په چلند کې بدلون دی.
خپلواک منفي ټکې هم په ګوته کوي او وایي چې: د ناسم خوب درلودل، وزن زیاتیدل، درسونو څخه وروسته پاتي والی، ذهني، رواني ستونزي او داسي نور پر ماشومانو باندي کولای شې اغیز وکړي.
عبدالروف"فیاض" د غور ولایت دپوهنتون استاد هم په دي اړه ټینګار کوي چې ټولنیزې رسنۍ که څه هم ښایي ګټې ولري خو ډېر شاخصونه ښیي چې اوږدمهالي او تر ډېره پاتېدونکي منفي اغېزې لري. چې مونږ کولای شو بدیلي لاري ورته وټاکو لکه : مطالعه کول، دماشومانو سره لوبي کول او د هغوی مصروف ساتل پر داسي کارونو چې راتلونکې ته یي ګټه ولري.
عبدالظاهر"آزاد" د هرات ولایت د پوهنتون استاد هم داسې نظر لري: په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د کورنیو لخوا د ټولنیزو رسنیو څخه خوندیتوب ته باید جدي تدابیر ونیول شي،چې په ډیجیټل رسنیو د معتاد کیدلو خطر یې ډیر لوړ دی، او باید ورته د زده کړو زمینه برابره شي، وخت نا وخت یي پارکونو ته د تفریح لپاره بوځې چې د ټلویزیون یا تلفن له کارونې څخه لري واوسې.
ارواپوه نظرمحمد"ثاقب" له مونږسره په خبروکې وویل:ټولنیزي رسنۍ(مثبت اومنفی) دوه بُعده لري.
د ډیجیټل رسنۍ کولای شي ګټې هم ولري، د نویو افکارو او معلوماتو لاسرسي ته زیاتوالی، نویو مفکورو ، پوهې سره بلدتیا، د طبیعي او غیرطبیعي پیښو، مسایلو په اړه پوهاوی درلودل، د نړیوالو پیښو، ټولنیزو مسایلو په اړه معلومات، د ټولنیزې ګډون پیاوړتیا او د ډیجیټلي رسنۍ د ټولنیزو اړیکو او مدني ګډون د پیاوړتیا لپاره اغیزمن پلټفارمونه دي.
هغه زیاته کړه: د ټولنیزو رسنیو اغېز پر ماشومانو کولای شي ډېر پراخ او متفاوت وي، له روزنې او معلوماتو څخه نیولې تر منفي اغېزو لکه تاوتریخوالی او د خوړلو ستونزې، دا څرګندوي چې د والدینو او استادانو له خوا د ځیرکې، دقیقې کتنې، په ګډه د فعالې برخې اخیستنې او سمې روزنې سره، بنسټیز ارزښت لري.
د رسنیو د کارونې ، نورو فعالیتونو تر منځ تعادل رامنځته کول، لکه د کور بهر فعالیتونه او ټولنیزې اړیکې، ډېر مهم دي ترڅو ماشومان وکولای شي له دې تجربې څخه ښه استفاده وکړي او په خپل ژوند کې بریالي شي.
د یادوني وړ ده چې په افغانستان کې د "ډیجیټل رسنیو د کاروني" پر ځای، د ماشومانو لپاره د ژوند د اساساتو رامینځته کول لومړیتوب لري، دا ستونزې د کورنیو، حکومت او نړیوالو سازمانونو په ګډه اقدام ته اړتیا لري.
حسیب الله جمالزاده
د فیروزکوه راډیو خبریال