ډیجیټل رسنۍ او کاري فرصتونه یې ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه

مېلمانه: هلال باور (استاد)

او خبریال مجیب‌الله ابرار

کوربه جمیل الله حیران

نېټه: ۲۰۲۵/۱۰/۱۹

ډیجیټل رسنۍ د معاصرې نړۍ یو له سترو بدلونونو څخه دي، چې د خلکو د اړیکو، زده‌کړو، تفریح او کار موندنې لارې یې بشپړې بدلولې دي.

نن ورځ په نړۍ او افغانستان کې زرګونه ځوانان د ډیجیټل وسایلو له لارې کار کوي، د خپلې پوهې، هنر او مهارتونو له لارې عاید ترلاسه کوي او له فزیکي دفتر پرته په نړیوالو بازارونو کې فعاله ونډه لري.

خو پوښتنه دا ده چې ډیجیټل رسنۍ څنګه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو وسیله ګرځي، او زموږ ځوان نسل څنګه کولای شي له دې فرصته سالمه او مؤثره ګټه واخلي؟

هلال باور، چې د ډیجیټلي زده‌کړو په برخه کې تجربه لري، وايي:

«ډیجیټل رسنۍ یوازې د تفریح لپاره نه دي؛ دا د مهارتونو د څرګندولو او د ځان د معرفي کولو ستره وسیله ده. یو ځوان که د ویډیو تولید، لیکنې، ډیزاین، ژباړې یا نورو مهارتونو کې وړتیا ولري، کولی شي د انلاین کار له لارې خپل مسلک جوړ کړي. شرط دا دی چې مسلکي تګلاره او دوام ولري.»

په ورته وخت کې، خبریال مجیب‌الله ابرار د ډیجیټل رسنیو له ژورنالیستي اړخه د کار فرصتونو یادونه کوي او وایي:

«ډیجیټل رسنۍ د خبریالانو لپاره د کار نوې دروازې پرانستې دي. اوس یو خبریال کولای شي له خپل موبایل او انټرنېټ سره د خپلواک تولید، خپرونې او د خلکو د پوهاوي برخه کې فعاله ونډه واخلي. دا نوې رسنۍ د خلاقيت او مسؤلیت ګډ ډګر دی.»

ابرار زیاتوي؛ چې د ډیجیټل رسنیو کاروونکي باید یوازې پر محتوا خپرولو نه، بلکې پر کیفیت، باور، او مسلکي چلند هم تمرکز وکړي، څو د دوی کارونه د عامه باور وړ وګرځي.

ډیجیټل رسنۍ د عصري اقتصاد یوه مهمه برخه ده چې نه یوازې د معلوماتو د تبادلې وسیله ده، بلکې د کار، عاید او پرمختګ زرګونه دروازې هم پرانیزي.

که ځوانان د دې رسنیو له فرصتونو هوښیارانه ګټه واخلي، نو کولای شي د خپلې راتلونکې د جوړېدو لپاره نه ستړې کېدونکې لارې ومومي.

#تحلاراډیو