په تیاره کې د رڼا پر لور؛ د قدمونو په بیه روغتیا ساتنه

12/26/2025

په جلال آباد کې هر سهار له سپېده چاود او لمر راختو وړاندې چې ښار آرام او پاکه وي، ډله ډله ښځې، پېغلې، ځوانان او سپین ږیري لیدل کیږي چې عمومي لویو لارو، سړکونو او پارکونو ته د قدم او منډې وهلو لپاره راوځي.

ښځې او سپین ږیري د وزن کمولو او روغتیا ساتلو او پېغلې او ځوانان د مناسب وزن لرلو لپاره هر سهار ورزش کوي.

سایره چې هر سهار په خپل ګاونډ کې له یو ډله ښځو سره د قدم وهلو لپاره له کوره راوځي، وایي، د ورزش په موخه قدم وهلو یې له وزن کمولو او روغتیا سره ډېره مرسته کړې ده او شاوخوا له دوه کالو را په دې خوا د سهار له لمانځه وروسته له خپلو ګاونډیو ښځو سره قدم وهلو ته وځي.

مېرمن سایره زیاتوي: «کله هم چې ورزش پرېږدم یا وخت ناوخت رانه پاتې شي، نو پوهېږم چې وزن او روغتیا مې خرابیږي، کله چې ورزش دوامداره وساتم نو په خپل بدن کې مثبت بدلونونه او نښې ګورم.»

د قدم وهوونکو ښځو په ډله کې ډېرې داسې ښځې هم شته چې له بېلابېلو ناروغیو لکه: شکر، د ویني غوړ، جګ فشار او پښو درد رنځ وړي او د روغتیا او سلامتیا لپاره یې د ډاکټرانو په سپارښتنه سهارنی ورزش پیل کړی.

۵۲ کلنه بی بي مومند چې له شکر، ویني غوړ او پښو درد سره مخ ده، پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د قدم وهلو لار نیولې او په دې توګه په خپل بدن او روغتیا کې مثبت بدلونونه ګوري.

مېرمن مومند وایي: «د سهار له خوا قدم وهل راته لومړیو کې سخت و، کله به چې وتلم، ډېره به ستړې کېدم، د پښو درد به مې زیاتېده، خو کله مې چې قدم وهل دوامداره وساتل، عادت شوم او هره میاشت چې ډاکټر ته د معایناتو لپاره ځم نو د وینې غوړ او شکر ناروغیو په اندازه کې مې کموالی راغلی وي. ډاکټر هم راته وایي، د ناروغیو مخنیوی باید په ورزش وکړم.»

همدې ته ورته یوه بله عمر خوړلې مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي، د خپلې روغتیا لپاره هر سهار له خپلې لمسۍ سره د کور شاوخوا کوڅو کې قدم وهي.

نوموړې وړاندې زیاتوي: «زه شَکر او د پښو درد لرم، ډېره لېرې د قدم وهلو لپاره نه شم تللی، نو لمسۍ مې له ځان سره کوم او د کور شاوخوا کوڅو کې قدم وهم چې هم مې وزن ښه شي او هم مې روغتیا. اېنګور ګانې مې هم د وزن کمولو لپاره هر سهار د کلي له ښځو سره یوځای قدم وهلو ته وځي.»

ورزش نه یوازې د فزیکي روغتیا ضامن دی بلکې رواني روغتیا، اندېښنو، ژور خپګان او په ټوله کې د ذهني آرامۍ لپاره هم ډېر مهم او کلیدي بلل کیږي.

د جلال آباد اوسېدونکې ۲۳ کلنه هوسۍ د ذهنۍ آرامۍ او رواني حالت د ثبات لپاره هر سهار قدم وهلو ته وتله، نوموړې وایي، یو وخت له اندېښنو او ژور خپګان سره مخ وه چې حتی پر خوراک او څښاک یې اغېز کړی و، نو بیا یې په سهار د قدم وهلو لار غوره کړه.

هوسۍ زیاتوي: «ما پرلپسې څو اوونۍ خپل ځان ډېر ناآرامه او خفه لیده، حتی یو څه یې زما په فزیکي روغتیا او خوراک څښاک هم بد اغېز کړی و، بیا مې له مور سره هر سهار قدم وهلو ته تللم، د یو ساعت لپاره مې قدم وهلو او ذکر مې کاوه چې یو څو اوونۍ دې چارې زما د حالت په ښه والي کې ډېره مرسته وکړه.»

د قدم وهوونکو په منځ کې ځای ځای داسې ځوانان هم لیدل کیږي چې ورزشي جامې یې پر تن وي او منډې وهي.

دغه ځوانان چې د اقتصادي ستونزو یا د ورځې په لړ کې د وخت د کمښت له امله ورزشي کلبونو ته نه شي تللی، په سهار کې د منډې وهلو لپاره راوځي.

ځوان عادل چې خپل شخصي کارونه مخ ته وړي او د ورځې له خوا د وخت له کمښت سره مخ وي، کله ناکله سهار وخته لویو لارو او عمومي سړکونو ته د منډې وهلو لپاره راوځي.

عادل وایي: «زه د معدې او هاضمې له ستونزې سره مخ یم، همدارنګه کله کله احساسوم چې وزن مې یو څه زیات شوی او ورسره ناآرامه یم، د همدې لپاره سهار وخته د منډې وهلو لپاره وځم.»

له روغتیایي پلوه د هر عمر خلکو لپاره ورزش ډېرې ګټې لري او مهم بلل کیږي، ځکه ډاکټران تل د ښې روغتیا لپاره د دوامداره ورزش کولو سپارښتنه کوي.

ډاکټر ضیاءالدین ضیاء د سهار له خوا د ورزش او قدم وهلو د ګټو په اړه وایي چې په سهار کې قدم وهل بدن ویښوي او د وینې جریان ښه کوي. همدارنګه زړه پیاوړی کوي، د اندېښنو هورمونونه کموي او د ورځې لپاره ذهن او بدن فعاله ساتي.

ډاکټر ضیاء د ناروغیو د کنټرول او وزن کمولو لپاره د قدم وهلو په ګټو ټینګار کوي او زیاتوي:«په منظم ډول قدم وهل د شکر (Type 2)، لوړ فشار، زړه ناروغۍ، چاغښت، د بندونو دردونه، خپګان او اضطراب یا اندېښنې ګواښ کموي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي. قدم یا منډه د کالورۍ سوځېدو تر ټولو اسانه لاره ده، میټابولېزم لوړوي، (هغه بهیر چې بدن په کې خواړه په انرژۍ بدلوي) د بدن غوړ کموي، د نس شاوخوا چاغښت راکموي او د وزن ثابت ساتلو لپاره په ورځني ډول ډېر ګټور دي.»

جلال ‌آباد د ګرمو سیمو له ښارونو دی او تل د ورځې له خوا له ګڼې ګوڼې هم ډک وي، همدا لامل دی چې خلک سهار وختي، کله چې هوا سړه او پاکه وي، ورزش ته راوځي. د سهار پاکه او نرمه هوا د تنفس، زړه او ذهن لپاره ګټوره ګڼل کېږي او د روغتیا سلامتیا په ساتلو کې مرسته کوي.