په جبري توګه راستانه شویو افغان مهاجرینو سره د مرستې په موخه ۱۰۰ خېمې تورخم کمپ ته انتقال شوې.

4/16/2025

د میدان وردګ ولایت پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست له ګودام څخه ۱۰۰ بابه خېمې لومړی مرکز کابل او بیا تورخم کمپ ته انتقال شوې. دغه خېمې هغو افغان مهاجرینو ته ځانګړې شوې دي، چې تازه د پاکستان له لوري په جبري توګه هېواد ته راستنول کېږي.

د یاد ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګی ریاست رئیس، مولوي فیض الله جلالي، د راستنېدونکو افغانانو هرکلی وکړ او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې له دغو مظلومو کډوالو سره خپلې بشردوستانه مرستې ونه سپموي.