څنګه کولای شو د رښتینو او ناسمو معلوماتو ترمنځ توپیر وکړو؟ ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه

مېلمانه:

محمد خالد فیضي، او وحیدالله محمدي (د ورزشي خبریالانو ولایتي مسؤل)

کوربه: جمیل الله حیران

نېټه: ۲۰۲۵/۱۰/ ۵

په اوسني ډیجيټلي عصر کې د معلوماتو خپرېدل ډېر اسان شوي، خو له دې اسانۍ سره یو ځای یوه جدي ستونزه هم راټوکېدلې ده، ناسمي یا غلط معلومات نن سبا هر څوک د انټرنېټ له لارې معلومات خپرولی شي، خو هر معلومات رښتیني نه وي.

د همدې لپاره اړینه ده چې خلک د معلوماتو د پېژندلو مهارت ولري، څو وپوهېږي چې کوم معلومات رښتیني دي او کوم ناسمي. دا مهارت د ډیجيټلي سواد یوه مهمه برخه د .

د معلوماتو د اعتبار معلومولو لپاره څو مهم ټکي شته د سرچینې باوري توب، د وخت کره‌والی، د سرچینې د لیکوال هویت، او د نورو معتبره رسنیو تایید.

ټولنیر فعال او خبریال محمد خالد فیضي په دې اړه وايي:

«په دې زمانه کې هر څوک د معلوماتو خپرولو وسایل په لاس کې لري، خو دا مهمه ده چې د هر خبر سرچینه وپېژنو. کله چې یو خبر یوازې په یوه پاڼه یا ګروپ کې خپور شي، باید ژر پرې باور ونه کړو تر څو چې د باوري سرچینو لخوا تایید نه شي.»

د ورزشي خبریالانو ولایتي مسؤل، وحیدالله محمدي زیاتوي:

«د ناسمو معلوماتو د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې خلک د تصدیق مهارت زده کړي. د یوې موضوع د تایید لپاره باید څو بېلابېلې سرچینې وکتل شي، او هغه معلومات باید د رسمي ادارو یا پېژندل شویو رسنیو لخوا تایید شوي وي.»

د رښتینو او ناسمو معلوماتو ترمنځ توپیر د هر باخبر وګړي مسؤلیت دی. د سرچینې ارزونه، د نورو رسنیو تایید، او د وخت کره‌والی هغه لارې دي چې انسان پرې له غلطو معلوماتو ځان ساتلی شي.

که هر څوک دا مهارتونه زده کړي، نه یوازې له فریب‌کارۍ او غلطو تبلیغاتو به ځان ژغوري، بلکې د باوري او مسؤلو معلوماتو خپرولو ته به لاره هواره کړي.

#تجلاراډیو