میدانوردګ؛ په چک ولسوالۍ کې خلکو یوه ښوونځي ته ١٢ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده
4/23/2025


د پوهنې رئس مولوي محمد عثمان حریت وايي؛ د چک ولسوالۍ په «ابګذار» سیمه کې د «مانجرخېل او بوستانخېل» کلیو اوسېدونکو د «ابګذار عالي لېسې» په نوم ښوونځي ته د معیاري ودانۍ، انګړ او زرغونې ساحې د جوړېدو په موخه څه باندې ۱۲ جریب ځمکه وقف کړې ده. نوموړي همدارنګه د یادو دوو کلیو د خلکو له همکارۍ مننه کړې او دغه اقدام یې د راتلونکو نسلونو د ښې روزنې لپاره ګټور ګام بللی دی