میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې (۳۱۴۱) اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
Blog post description.
4/22/2025


د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې، د خوړو نرۍ وال پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (NECDO) مؤسسې له لوري، په چک ولسوالۍ کې (۳۱۴۱) اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۴.۵۵ لېتره غوړي، ۶.۲۵ کيلو دال، مالګه، د ماشومانو د خوارځواکۍ او سوپرسریال توکي ورکړل شول.