میدان وردګ کې د ترافیکي ستونزو پراخې ریښې او د حل لارو اړتیا.
Blog post description.
8/30/20251 min read


میدان وردګ د هېواد له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې جغرافیایي موقعیت یې د تېرېدو او تګ راتګ له پلوه سرتاتیژیک ارزښت لري. دا ولایت د کابل ـ کندهار د لویې لاري پر غاړه پروت دی، چې له همدې امله پکې د ترافیکي ازدحام او ناورین پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي. خو د ترافیکي سیستم نیمګړتیا، د سړکونو تخنیکي کمزورتیا او د موټرچلونکو د قانون نه مراعاتولو دا ولایت له جدي ننګونو سره مخ کړی. د ولایت مرکز "میدان ښار" په شمول د سیدآباد، نرخ او جلریز ولسوالیو کې ګڼ شمېر کسان شکایت لري، چې د ترافیکي نظم نشتوالي د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. حاجي محمد عالی یو موټر چلوونکی وايي: "د سړک څنډې ناسمې دي، د نښو نښانو نشتون او د پولیسو نه شتون له امله ډېرې پېښې واقع کېږي، خلک هم بې احتیاطه موټر چلوي." نوموړی زیاتوي، چې د ترافیکي زده کړو او عامه پوهاوي نه شتون، د حادثو یو بل عمده لامل دی. له بلې خوا د میدان وردګو یو اوسېدونکی او د طب پوهنځي محصل نادر خان وايي: "زه اکثره د کابل پوهنتون ته تګ راتګ کوم، خو د موټرو خراب حالت، ټرافیکي حادثې او بندښت زموږ پر وخت، زده کړو او رواني حالت ناوړه اغېز کوي." نادر باور لري، چې د ځوانانو ژوند له همدې وجې تر فشار لاندې دی، ځکه چې نه یوازې وخت ضایع کېږي، بلکې خطرونه هم زیات دي. د دې ستونزو سره سره، د ترافیکو ریاست د محدودو امکاناتو له امله د ټولو ساحو سم مدیریت نه شي کولای. د یو شمېر راپورونو له مخې د ښارونو دننه د پارکینګ نشتوالی، د موټرو زیاتوالی، بې نظمه مارکېټونه، او غیر قانوني تم ځایونه د یادې ستونزې نور عوامل دي. همداراز د موټر چلوونکو روزنیز پروګرامونه نشته، چې د قانوني اصولو پر بنسټ خلک وروزي. د حل لارې په توګه، اړینه ده، چې د ترافیکو د ریاست ظرفیتونه لوړ شي، د سړکونو د کیفیت لپاره پراخې بیارغونې وشي، عامه پوهاوی زیات شي او همداراز موټرو ته د تخنیکي معاينې یو ثابت او عملي سیستم جوړ شي. که چیرې د قانون تطبیق جدي نه شي، د میدان وردګو اوسېدونکي به همدا راز د ترافیکي ستونزو قربانيان وي.
میلاد باورـ د وحدت غږ راډیو خبریال