میدان وردګ؛ د صنعت او سوداګرۍ ریاست درې ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول

4/11/20251 min read

میدان وردګ؛ د صنعت او سوداګرۍ ریاست درې ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول

د یاد ریاست رئیس انجینر محمد خان ځواک رسنیو ته په خبرو کې وویل: چې سوځول شوي توکي د مرکز په ګډون د نرخ او جلریز ولسواليو له هټيو څخه د دوو میاشتو په موده کې راټول شوي وو او نن د یو ګډ کمیسیون په حضور کې چې د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ استازو پکې ګډون درلود وسوځول شول