موضوع: خبریالان څنګه کولای شي له ناسمو او جعلي خبرونو څخه ځان وساتي ؟

9/2/2025

خبریال: ( محمد عابد عثماني، تجلاراډیو میدان وردګ)

په معاصر نړۍ کې، چې معلوماتو ته لاس رسی تر بل هر وخت ډېر دی، جعلي خبرونه او ناسمه معلوماتي جګړه ورځ تر بلې زور اخلي. دا پدیده نه یوازې د عامو خلکو باور له منځه وړي، بلکې د ژورنالیزم حیثیت، ارزښت او اغېز هم تر پوښتنې لاندې راولي. خبریالان، چې د خلکو د سترګو، غوږونو او حقیقت ویونکو حیثیت لري، باید د دغې خطرناکې بلا پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپل رسالت له مخې، د حقیقت دروازې د دروغو پرمخ وتړي.

جعلي خبرونه (Fake News) هغه معلومات دي، چې یا عموماً ناسمه وي یا د واقعیت له مخې تحریف شوي وي. دا ډول خبرونه اکثر د سیاسي، اقتصادي، یا ټولنیزو موخو لپاره تولیدېږي، چې موخه یې خلک غولول، عامه ذهنیت مسمومول یا د خاصو اشخاصو، ډلو او هېوادونو پر وړاندې تبلیغاتي فضا رامنځته کول وي. دا خبرونه ښايي له نامعلومو یا مشکوکو سرچینو خپاره شي، خو کله کله له ظاهره معتبر یا اصلي بڼه ولري، چې پېژندل یې ستونزمن دي.

جورج اورویل وایي:

<< که چیرې موږ حقیقت له دروغو و نه پېژنو، نو زموږ ازادي به یوازې یوه وهمي افسانه وي.>>

خبریال باید تل له موثقو، رسمي او باوري سرچینو څخه معلومات راټول کړي. بې له تصدیق شوې سرچینې نه باید هیڅ خبر خپور نه شي.

له خبر وړاندې کولو وړاندې باید خبریال د خبر هر اړخ وڅېړي، مبدأ او منبع یې معلومه کړي، کره کتنه ورته وکړي او د نورو سرچینو سره یې پرتله کړي.

بی‌طرفي، صداقت، دقیقیت، او انصاف د ژورنالیزم بنسټونه دي. که خبریال له دې اصولو منحرف شي، نو ژورنالېزم ته زیان رسوي. خبریال باید خپله ژبنۍ، حقوقي او موضوعيي پوهه هر وخت تازه وساتي.

باب وډوارډ (نامتو امریکایي خبریال)

<< د خبریال وظیفه دا نه ده چې لومړی خبر خپور کړي، بلکې باید تر ټولو دقیق وي>>

په اوسني عصر کې چې ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو اصلي منبع ګرځېدلي، باید خبریالان ډیجیټلي سواد ولري. دا سواد له هغوی سره مرسته کوي چې پوه شي کوم خبر یا عکس مونتاژ شوی، کوم لینک مشکوک دی، او کوم خبر یوازې د احساساتو راپارولو لپاره خپور شوی دی. خبریال نه یوازې باید له جعلي خبرونو ځان وساتي، بلکې باید د عامو خلکو د پوهې د لوړولو لپاره هم کار وکړي. دا کار د عامه پوهاوي راپورونو، تبصرو، څېړنو او مصاحبو له لارې تر سره کېدای شي.

ماریا ریسا (فیلیپینې ژورنالېسته او نوبل جایزه ګټونکې)

<< په دروغو ولاړ معلومات، یوازې یوه شیبه پاتې کېږي، خو د باور له منځه وړلو پایلې کلونه دوام کوي. >>

اداري او مؤسسې هم باید خبریالان و روزي، ورکشاپونه ورته برابر کړي، پالیسۍ ولري او د مسؤلیت کلتور ته وده ورکړي. د ژورنالېستانو اتحادیې باید دا مهمه موضوع په جدي ډول وڅېړي او له خبریالانو سره د ملاتړ فضا رامنځته کړي.

عام خلک باید د هر خبر له خپرولو مخکې فکر وکړي. <<مخکې له شریکولو، فکر وکړه>> دا یو ساده خو پیاوړی پیغام دی. هر وګړی باید درک کړي چې د جعلي خبر خپرول یوه ټولنیزه ګناه او جدي جرم هم بلل کېدای شي.

د حقیقت دفاع یوازې د یو فرد یا خبریال دنده نه ده، دا یوه ټولنیزه مبارزه ده. خبریالان باید د دروغو او جعلي خبرونو پر وړاندې، هوښیارانه او مسؤلانه چلند وکړي، ځکه حقیقت ته ژمنتیا، د ژورنالېزم رښتینی وقار تضمینوي