له یوټیوب نه د عاید ترلاسه کول

راپور: مجیب الله ابرار

په نننۍ ډیجيټلي نړۍ کې یوټیوب د خلکو لپاره نه یوازې د معلوماتو او تفریح وسیله ده، بلکې د عاید ترلاسه کولو یوه اغېزمنه لار هم ده. د یوټیوب له لارې خلک کولای شي خپل مهارتونه، هنرونه، زده‌کړې او محتوا له نړیوالو لیدونکو سره شریک کړي او په دې ډول مستمره مالي ګټه ترلاسه کړي.

خو د یوټیوب له دې فرصت څخه ګټه اخیستل یوازې د ویډیو جوړولو پورې محدود نه دي؛ دا د پلان، استقامت، کیفیت او د بازار د اړتیاوو پیژندنې نتیجه ده.

اسد خان (یوټیوبر) په دې اړه وايي: «یوټیوب کې بریالیتوب یوازې د ویډیو جوړولو سره نه راځي؛ پلان، استقامت او د لیدونکو اړتیاوو ته پام ډېر مهم دی. که تاسو خپل محتوا هدفمند جوړ کړئ او په منظمه توګه یې خپروئ، نو د لیدونکو شمېر زیاتېږي، او له دې لارې سپانسران او د اعلاناتو فرصتونه راځي.»

مریم نجیب (اقتصادي تحلیلګره) هم زیاتوي: « له یوټیوب څخه عاید د څو سرچینو له لارې ترلاسه کېدای شي: مستقیم عاید لکه AdSense، غیرمستقیم عاید لکه سپانسرشپ، ملګرتیاوې، ګډونونه او د محتوا د بیاکارونې لارې. یو نوی یوټیوبر باید د عاید مختلفې سرچینې ولري، ځکه د اعلاناتو عاید تل ثابت نه وي.»

کارپوهان وړاندیز کوي، چې د یوټیوب د عاید ترلاسه کولو لپاره لاندې ګامونه باید عملي شي، چې د محتوا نښه (niche) او هدف لرونکي لیدونکي ټاکل، د ویډیو کیفیت او ارزښت ته لومړیتوب ورکول، د لیدونکو سره مستقیم تعامل او وفاداري رامنځته کول، د عاید مختلفې سرچینې فعالول(AdSense، سپانسرشپ، ګډونونه)، د یوټیوب د پالیسۍ او د کاپي رایټ اصول رعایت کول، د SEO او ټایټل/تګ/thumbnail ښه استعمال زده کول پکې شامل دي.

له یوټیوب څخه د عاید ترلاسه کول عملي امکان لري، خو دا یوازې د ویډیو جوړولو کار نه دی، بلکې د دوامداره کار، مسلکي چلند او د عاید د متنوع کولو پایله ده. که جوړونکی د کیفیت، استقامت او سوداګریز فکر ترکیب خپل کړي، نو یوټیوب کولی شي د ثابت عاید او مسلکي فرصتونو دروازه ورته پرانیزي.