له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې د «هیلو ټرست» نړۍوالې موسسې سره د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

8/6/2025

له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې د «هیلو ټرست» نړۍوالې موسسې سره د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړل. دغې ادارې ویلي، چې د یادو هوکړه‌ لیکونو له‌مخې به دغه موسسه په بامیان، لوګر، غزني، هلمند او غور ولایتونو کې یو شمېر سیمې سروې او د ماینونو پاکولو چارې به یې پیل کړي