له پاکستانه په جبري توګه ځينې را ایستل شوي کډوال وايي، چې کاروبار او پانګې یې له لاسه ورکړې دي.
دغه کډوال په پاکستان کې د کډوالو ناوړه وضعیت ته په نغوتې سره وايي، چې یوازې د لږو وسایلو او کورنیو غړو سره هېواد ته را اړول شوي دي. خو د ننګرهار د والي مرستیال وايي د دغو کډوالو مصادره شوي جایدادونو تعقیب ترڅنګ به د دوی نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دا پهداسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو دویم پړاو پیلېدل د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.
4/14/2025

