"له ۲۰۱۴ راهیسې لږ تر لږه ۴۰۰۰ ماشومان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي، د مرستو کمښت د مړینو کچه لا لوړو

5/8/2024

"سېف دې چېلډرېن" یا د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې مؤسسې ویلي، د کډوالۍ د نړیوال سازمان 'ای ‌او ‌اېم' د معلوماتو یوه څېړنه ښيي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې لږ تر لږه ۴،۰۴۴ ماشومان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي، چې ډېری یې د جګړو، لوږې او اقلیمي بدلون له امله تښتېدلي وو .

یاده مؤسسه وايي، له ۲۰۱۴ راهیسې لږ تر لږه ۴،۰۰۰ ماشومان د خوندي ځای موندلو په هڅه کې مړه شوي او نژدې نیمايي یې په اوبو کې ډوب شوي او اوس د مرستو د بندېدو له کبله وېره دا ده چې د کډوالۍ څپې بیا بیا ډېرې او وژونکې شي.

د سېف دې چېلډرېن" وايي، د څېړنې له مخې، ماشومان د مرګ له پلوه تر ټولو ډېر د مدیترانې سمندر له لارې، له افغانستان نه تر ایران د کډوالۍ لاره او د مکسیکو او امریکا ترمنځ پوله کې له خطرونو سره مخامخ شوي.

نژدې نیمايي ماشومان د ډوبېدو له امله مړه شوي او لږ تر لږه هر اووم ماشوم د موټر د پېښو یا خطرناکو ترانسپورت شرایطو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.