د ډیجیټلي سواد او ناسمو معلوماتو پر وړاندې د مبارزې ارزښت ـ ګردی مېز: په بېلا بېلوموضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه
10/15/2025


مېلمانه:
ازاد خبریال محمد یوسف انځور
ازاد خبریال محمد عابد عثماني
کوربه: محمد فهیم مخلص
نېټه: ۲۷/ ۹/ ۲۰۲۵
په نننۍ نړۍ کې چې د ټکنالوژۍ او انټرنېټ کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي، د ډیجیټلي سواد موضوع ځانګړی اهمیت لري. ډیجیټلي سواد یوازې د موبایل، کمپیوټر او انټرنېټ کارول نه دي، بلکې د دقیقو معلوماتو پېژندنه، د ناسمو او دروغجنو خبرتیاوو د مخنیوي وړتیا او د کرکې د وینا پر وړاندې هوښیار دریځ هم پکې شامل دی.
په ټولنیزو شبکو کې د دروغجنې او ناسمې خبرتیا خپرېدل د ټولنې پر فکري سلامتۍ جدي اغېزې لري. داسې معلومات نه یوازې خلک تېرباسي، بلکې د ګډوډۍ، وېش او بېباورۍ سبب هم کېږي. له همدې امله، اړتیا ده چې وګړي د دقیقو سرچینو پېژندنه وکړي او د هرې خبرتیا د منلو پر ځای یې لومړی تایید او ارزونه وکړي.
له بلې خوا، د کرکې وینا د ټولنیز یووالي لپاره ستر ګواښ بلل کېږي. د کرکې پر بنسټ څرګندونې د خلکو تر منځ دښمني، بېلتون او تاوتریخوالی زیاتوي. د دې پدیدې د کمولو یوازینۍ لاره د پوهاوي لوړول او د درناوي، زغم او مثبتو ارزښتونو ترویج دی.
د خبریالانو لیدلوري:
ازاد خبریال محمد عابد عثماني وایي: «ډیجیټلي سواد یوازې یوه اړتیا نه ده، بلکې د اوسني عصر د ژوند یوه اساسي وسیله ده. که خلک د معلوماتو د ارزونې او پېژندنې وړتیا ونه لري، نو د ناسمو خبرتیاوو ښکار به شي.»
نوموړی زیاتوي: «هغه ټولنه چې د کرکې وینا په وړاندې چوپ پاتې شي، په حقیقت کې خپله راتلونکې له تاوتریخوالي ډکه کوي. رسنۍ او عام خلک باید په ګډه د زغم فرهنګ ته وده ورکړي.»
بلخوا ازاد خبریال محمد یوسف انځور باور لري: «نن ورځ د هر پیغام تر شا باید پوښتنه وشي چې سرچینه یې څوک ده او څومره اعتبار لري. د دې پوښتنې پرته د خبر خپرول، د ناسمې خبرتیا د پراختیا سبب کېږي.»
هغه وايي: «که موږ د کرکې وینا پر وړاندې چوپ پاتې شو، د ټولنې د یووالي ریښې به زیان وویني. ټولنیزې شبکې باید د مثبتو ارزښتونو د خپرېدو لپاره وکارول شي، نه د دښمنۍ او وېش لپاره.»
د ډیجیټلي سواد د زدهکړو خپرول، د ناسمو خبرتیاوو پر وړاندې مبارزه، او د کرکې د وینا مخنیوی د سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره بنسټیز ارزښت لري. هر وګړی باید په دې برخه کې خپله ونډه واخلي، څو وکولای شو له ډیجیټلي نړۍ څخه په خوندي، مثبت او ګټور ډول ګټه واخلو.