د ډیجیټل رسنیو رول او د خبریالانو مسؤلیت د نفرت پاروونکو مسایلو په خپرېدو او مخنیوي کې


راپور: فهیمه ستانکزۍ
په ننۍ ډیجيټلي نړۍ کې ډیجیټل رسنۍ د معلوماتو د خپرولو او عامه بحثونو یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده، خو د دغو وسایلو له پراخ استعمال سره د نفرت پاروونکو مسایلو خپرېدل هم زیات شوي، چې په ټولنه کې د بېباورۍ، تاوتریخوالي او د خلکو ترمنځ د نفاق سبب ګرځي. د همدې لپاره د رسنیو د مسلکي چلند او د خبریالانو مسؤلیت ډېر مهم دی. د خبریالانو رول یوازې د خبر رسونه نه، بلکې د کرکې او نفرت خپرېدو مخنیوی دی.
ډیجیټل رسنۍ د خلکو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره د یو مهم پلیټفارم په توګه عمل کوي، خو که محتوا بېمسؤلیتانه خپره شي، د ټولنیزو توپیرونو او نفرت سبب کېږي.
خبریال وحیدالله احمدي په دې اړه وايي: «د خبریالانو دنده یوازې د خبر رسول نه دي، بلکې د ټولنې د ارامۍ ساتل هم ورسره تړلي دي. کله چې موږ د نفرت پاروونکو موادو د خپرېدو مخه ونیسو او محتوا ته د تایید معیارونه وضع کړو، ټولنه خوندي پاتې کېږي.»
ټولنیزه فعاله زینب ناصري زیاتوي: «ډیجیټل رسنۍ د بیان د آزادۍ مهمه وسیله ده، خو دا ازادي مسؤلیت هم غواړي، هر څوک باید پوه شي چې د کرکې، توهین او قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ د نفرت خپرول جدي ګواښ دی. د رسنیو او خبریالانو رول دا دی، چې دا ډول محتوا خپرېدو ته اجازه ورنه کړي او خلکو ته سمه لارښوونه وکړي.»
کارپوهان باور لري، چې د نفرت پاروونکو موادو مخنیوی یوازې د قانون د سختولو مسله نه ده، بلکې د مسلکي اخلاقي اصولو مراعت او د ډیجيټل سواد د لوړولو وړتیا هم رامنځ ته کوي. که ټولنیز فعالان، خبریالان او عام خلک په ګډه د معلوماتو د کره والي او محتوا د مسؤلیت اصول مراعت کړي، نو د کرکې خپرېدل به تر ډېره حده کنټرول شي.
