د ډیجیټل رسنیو په مرسته د معلوماتو خوندیتوب

مریم هوتک

په معاصرې نړۍ کې ډیجیټل رسنۍ د معلوماتو د خپرېدو، تبادلې او خوندیتوب یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده. له ټولنیزو شبکو نیولې، تر ویب‌پاڼو، اپلیکېشنونو او انلاین ډیټابېسونو پورې، هره ورځ میلیونونه معلومات د ډیجیټل رسنیو له لارې شریکېږي. همدا پراخ کارونه د دې لامل شوي چې د معلوماتو خوندیتوب یا امنیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ډیجیټل رسنۍ د معلوماتو د خوندیتوب لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. د کوډیزې اړیکې (Encryption)، ډیجیټلي لاسلیک (Digital Signature) او د شبکو د خوندیتوب سیستمونه هغه میتودونه دي چې نن سبا ادارې او شرکتونه د خپلو معلوماتو د ساتنې لپاره کاروي.

استاد میاخیل، د کابل باختر پوهنتون د کمپیوټر ساینس استاد، وايي:

«ډیجیټل رسنۍ یوازې د معلوماتو د خپرېدو وسیله نه ده، بلکې د خوندیتوب یوه مهمه برخه هم ده. د مثال په توګه، د معلوماتو کوډیزول، د پاسورډونو سم استعمال، او د کاروونکو د لاسرسي کنټرول هغه لارې دي چې د معلوماتي امنیت بنسټ جوړوي.»

د ډیجیټل رسنیو په مرسته نه یوازې د ادارو رسمي معلومات خوندي کېږي، بلکې د خلکو د شخصي حریم ساتنه هم ممکنه شوې ده. له بلې خوا، ډیجیټل رسنۍ د عامه پوهاوي لپاره هم اغېزمن رول لري. د تلویزیوني خپرونو، انلاین کورسونو او د شبکو د تعلیمي کمپاینونو له لارې خلک پوهېږي چې څنګه خپل شخصي معلومات، حسابونه او فایلونه خوندي وساتي.

قریب ارین، د ډیجیټل رسنیو یو کارپوه، په دې اړه وايي:

«که خلک د انټرنیټ له امنیتي اصولو سره بلد شي، د سایبري بریدونو او درغلیو کچه به ډېره راټیټه شي. ډیجیټل رسنۍ باید د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره لا ډېر تعلیمي مواد خپاره کړي، ځکه د خوندیتوب لومړۍ کرښه همدا پوهاوی دی.»

سره له دې، د ډیجیټل رسنیو ناسم استعمال لا هم یو جدي ګواښ دی. د ضعیفو رمزونو کارول، د مشکوکو اپلیکېشنونو نصب او د نامطمینو شبکو کارونه هغه ستونزې دي چې ډېری وخت د معلوماتو د افشا کېدو سبب ګرځي.

کارپوهان باور لري چې د سایبري خوندیتوب د پالیسۍ پیاوړتیا، د خلکو د پوهاوي لوړول، او د رسنیزو نهادونو همکاري کولای شي د معلوماتي امنیت عمومي وضعیت ډېر ښه کړي.

په پایله کې ویلای شو چې ډیجیټل رسنۍ د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې یو فرصت او یو مسوولیت دواړه دي. که دا وسایل په سمه توګه وکارول شي، نو د هېواد د معلوماتي او سایبري خوندیتوب کچه به لوړه شي، خو که بې‌پروايي وشي، دا به د خطر سرچینه وګرځي.