د ډیجيټل رسنیو د کارونې معیارـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه


مېلمانه:
ټولنیز فعال او خبریال سیف الرحمن ساجد
او ټولنیز فعال مصطفی مسعود
کوربه: محمد فهیم مخلص
نېټه: ۲۰۲۵/ ۹/ ۲۷
په معاصر عصر کې ډیجيټل رسنۍ د خلکو د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. د معلوماتو تبادله، د افکارو څرګندونه، زدهکړه، سوداګري او تفریح ټول د ډیجيټل نړۍ له لارې ترسره کېږي. خو دا پراخه کارونه یوازې هغه وخت ګټوره تمامېږي، چې د کارونې لپاره یې روښانه معیارونه او اصول موجود وي. د معیارونو نه مراعتول کولی شي ناسمه لارښوونه، کرکه خپرونه او د ټولنې ګډوډي رامنځته کړي.
د ډیجيټل رسنیو د کارونې معیارونه هغه اصول دي چې د رسنیو د کاروونکو چلند، محتوا، او د معلوماتو د شریکولو څرنګوالی تنظیموي. دغه معیارونه د شفافیت، صداقت، مسولیت او درناوي پر بنسټ ولاړ دي.
ټولنیر فعال او خبریال سیف الرحمن ساجد وایي:
《 ډیجيټل رسنۍ باید د عامه باور د ساتلو وسیله وي، نه د افواهاتو او ناسمو خبرونو خپرولو ځای. که هر څوک د محتوا خپرولو پر مهال اخلاقي او مسلکي معیارونه مراعت کړي، ډیجيټل فضا به د معلوماتو یوه باوري سرچینه وي.》
ټولنیز فعال مصطفی مسعود وایي:《 ډیجيټل رسنۍ د بیان ازادي نه بلکې د بیان مسؤلیت غواړي. هر پوسټ، هره ویډیو او هر تبصره باید د ټولنې د جوړونې او مثبت بدلون لامل شي، نه د تفرقې.》
ډیجيټل رسنۍ د معاصر انسان د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده، خو د هغې کارونه باید د اصولو او معیارونو په رڼا کې وشي. که هر کاروونکی د رښتینولۍ، درناوي او مسؤلیت احساس ولري، نو ډیجيټل فضا به د سولې، پوهې او پرمختګ یوه روښانه نړۍ وګرځي.
#تجلاراډیو
