د ټولنیزي رسنیو په مرسته کولای شو ملي یووالي ته کار وکړو.

Blog post description.

9/2/20251 min read

ټولنیزي رسنۍ د خلکو د یووالي،همکارۍ،غږ پورته کولو او اړیکوپیاوړي کولوستره وسیله ده. خو دا باید سه ډول وکارول شي؟

ټولنیزي رسنۍ یوازي د متنونو،عکسونو،ویډیوګانو، او مالوماتو د خپرولو وسیله نه؛ بلکي دا رسنۍ د مختلفو قومونو او ملتونو خلک یو له بل سره اشنا کوي.

دې وروستیو لسیزو کې د دې رسنیو په مټ د مختلفو نژادونو او هيوادونو خلکوله توکمي او مذهبی توپیرونو پرته سره نږدي کړي، خپل غږونه یی سره شریک کړي او د ستونزو په وړاندي سره درېدلي.

په همدې اړه د میدان وردګ ولایت یو اوسیدونکی خان اغا راته وايي:

په افغانستان کې چې کوم ځوانان ټولنیزي رسنۍ کاروي باید مسولانه یی وکاروي ځکه چې د همدې رسنو په وسیله خلک سره یو ځای کیږي او همدا رسني تفرقي هم اچوي .

یو بل افغان فعال نورالله احساس راته وایي:

موږ باید ټولنیزي رسنۍ داسی وکارو چې د خلک تر منځ د باورنو او یووالي لامل شي ځکه دې رسنیو ته هرڅوک لاس رسي لري، د مختلفو ملتونو خلک یی کاروي او که کنټرول نه شي د ملتونو او قومونو د ویش لامل کیږي.

ټولنیزي رسنۍ لکه فسبوک،ټویټر( ) انسټاګرام، ټک ټاک او نور د خلکو تر منځ د اړیکو رامنځته کولو سمې لارې برابروی او له همدې لارې زیاتره وګړي نظرونه،احساسات او ستونزي سره شریکوي.

داپه داسي حال کې ده چې ټولنیزي رسنۍ د ناخوالو ستونزو او د ملتونو ترمنځ د یووالي یو ستره چټکه وسیله پیژندل شوي چې ډیر خلک یې کاروي