د ټولنیزو شبکو مثبت او منفي تاثیرات ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه


مېلمانه: ټولنیز فعال محمدي
او خبریال محمد یوسف انځو
کوربه: جمیل الله حیران
نېټه: ۲۰۲۵/۱۰/۱۰
ټولنیزې شبکې یا سوشل مېډیا د معاصرې نړۍ یوه مهمه اختراع ده چې د اړیکو، معلوماتو شریکولو او عامه بحثونو بڼه یې بدله کړې ده. د دې شبکو له لارې خلک کولای شي له نړۍ سره وصل پاتې شي، خپل نظرونه څرګند کړي او له بېلابېلو فرصتونو ګټه واخلي. خو د دې تر څنګ، ټولنیزې شبکې منفي اغېزې هم لري چې د فرد، کورنۍ او ټولنې پر رواني او ټولنیز جوړښت اغېز کوي.
د ټولنیزو شبکو مثبتې اغېزې بېشمېره دي. له دې شبکو سره خلک د معلوماتو، خبرونو او زدهکړې په برخه کې پراخه آسانتیاوې لري. د سوداګرۍ، علمي اړیکو او ټولنیزو خدمتونو لپاره هم دا یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
خبریال محمد یوسف انځور په دې اړه وايي:
> «ټولنیزې شبکې د نړۍ خلک سره نښلوي. یو ځوان کولای شي له خپلې خونې څخه نړۍ ته خپل نظر ورسوي، کار پیدا کړي او د زدهکړې لپاره نوې لارې ومومي. دا د ډیجيټل ازادۍ یو مهم اړخ دی.»
ټولنیز فعال محمدي په دې اړه وايي:
«ډېری ځوانان ټولنیزې شبکې بېهدفه کاروي. د ساعتونو پرلهپسې استعمال د هغوی پر تمرکز، زدهکړو او ذهني سلامتۍ ناوړه اغېز کوي. دا شبکې هغه وخت ګټورې دي چې د هدف او مسؤلیت په احساس سره وکارول شي.»
ټولنیزې شبکې د معلوماتو، اړیکو او پرمختګ وسیله ده، خو که بېځایه او بېهدفه وکارول شي، زیانونه یې له ګټو ډېر وي. د دې وسایلو هوښیار او مسؤل کارونه کولی شي له هر ډول منفي اغېزو مخنیوی وکړي او د مثبت بدلون لامل شي.
نو هر څوک باید د ټولنیزو شبکو د کارونې لپاره هدف، وخت او اخلاقي حدود وټاکي.
#تجلاراډیو
