د شوشل میډیا نه څنگه د عامه افکارو د ترویج یا د عامه پوهی د عروج لپاره ښه استفاده کولای شو
9/2/2025


نن سبا شوشل میډیا یوازې د تفریح وسیله نه ده، بلکې دا د خلکو د ذهنونو جوړولو، د فکرونو خپرولو او د ټولنیزو بدلونونو راوستلو یوه پیاوړې وسیله ګرځېدلې ده. فیسبوک، ټویټر، ټک ټاک، یوټیوب او انسټاګرام هغه پلاتفورمونه دي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک سره نښلوي. موږ باید دا فرصت د عامه افکارو د مثبت ترویج او عامه پوهاوي د لوړوالي لپاره وکاروو.
٭ شوشل میډیا دا وړتیا لري چې د علمي، صحي، ټولنیزو، کلتوري او تعلیمي پیغامونو رسونه چټکه او پراخه کړي. خلک کولی شي له خپلو موبایلونو یا کمپیوټرونو څخه د څو ثانیو په موده کې مهم معلومات ترلاسه کړي.
که دا معلومات هدفمند، ساده او د خلکو په خپله ژبه وي، نو د خلکو ذهنونه پرې اغېزمن کېږي.
داسې مواد باید شریک شي چې د خلکو له ورځني ژوند سره تړاو ولري.
٭ شوشل میډیا باید د تعصب، کرکې یا نفاق پر ځای، د سولې، ورورولۍ، تعلیم او صحې عامه مفاهیم خپاره کړي.
٭ هر ډول معلومات باید د معتبرو ادارو یا کارپوهانو له لارې تایید شي.
انصار الله انصاري