د شهاب الدین ځوانانو ټولنې لخوا د کرکټ اختریز جام په لار اچول شوې سيالۍ د فاميليو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
4/11/2025


د شهاب الدین ځوانانو ټولنې لخوا د کرکټ اختریز جام په لار اچول شوې سيالۍ د فاميليو لوبډلې په
ګټه پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ اړوند، شهاب الدين ځوانانو ټولنې او کرکټ بورډ آمریت په ګډه همغږۍ په لار اچول شوې وې، شااوخوا څلویښت لوبډلو پکې ګډون کړی وو، چې پایلوبه یې نن د فامیلیو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د مسؤلینو په وینا؛ د کرکټ دغه سيالۍ د کوچني اختر په دویمه ورځ پيل شوې وې، موخه د ځوانانو هڅول او د ورزش په برخه کې د هغوی ترمنځ همغږي رامنځته کول وه.