د ناسمو معلوماتو رواني او ټولنیز اغېز ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه


مېلمانه: ډاکټر سید انور قریشي
او ډاکټر احمد نور اتل
کوربه: محمد فهیم مخلص
نېټه: ۲۰۲۵/۱۰/۱۲
په ډیجيټلي نړۍ کې هره ورځ زرګونه معلومات خپرېږي، خو له بده مرغه ډېری یې ناسمي یا ناسم تعبیر شوي وي. دا ناسمي معلومات نه یوازې د خلکو پر فکري باورونو منفي اغېزه کوي، بلکې د ټولنې رواني او ټولنیز ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.
د ناسمو معلوماتو دوامداره خپرېدل کولای شي د وېرو، بېباورۍ، ګډوډۍ او حتی د تاوتریخوالي سبب شي.
رواني پوهان باور لري چې د ناسمو معلوماتو تکرار د خلکو پر ذهن ناخوداګاه اغېزه کوي، تر دې چې ډېری کسان پر غلطو خبرو باور پیدا کوي. دا حالت د ټولنې د فکري سلامتۍ لپاره یو جدي خطر ګڼل کېږي.
ډاکټر سید انور قریشي په دې اړه وايي:
«کله چې یو خبر یا معلومات بېځایه تکرار شي، حتی که درواغ هم وي، د خلکو په ذهن کې د حقیقت بڼه خپلوي. دا د رواني اغېزو یو ډول دی چې پرې د ټولنې باور او احساسات لوبېږي. له همدې امله د ناسمو معلوماتو خپرېدل د فکري مسمومیت سبب ګرځي.»
له بلې خوا، ډاکټر احمد نور اتل د دې پدیدې ټولنیز اړخ ته اشاره کوي او وايي:
«ناسم معلومات د خلکو ترمنځ د بېباورۍ فضا رامنځته کوي. کله چې خلک پر رسنیو، نظام او یو بل باور له لاسه ورکړي، ټولنه د ګډوډۍ او وېش ښکار کېږي. دا یوه رواني او ټولنیزه زهرجنه کړۍ ده چې باید پرې شي..»
ناسم معلومات یوازې غلط فهم نه رامنځته کوي، بلکې د ذهنونو ګډوډي، د باور له منځه تګ او د ټولنیزو اړیکو خرابوالی هم له ځان سره لري.
هر وګړی باید د معلوماتو د شریکولو پر مهال مسؤل وي او له باوري سرچینو پرته هېڅ محتوا خپره نه کړي.
کله چې ټولنه د رښتینو معلوماتو فرهنګ خپل کړي، نو رواني سلامتۍ، فکري وضاحت او ټولنیز ثبات به ورسره پیاوړی شي.
#تجلاراډیو
