د ناسمو معلوماتو په وړاندې د رسنیو او خبریالانو (مسؤلیت ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه


مېلمانه: حاجي نجیبالله فکرمن (د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر)
(او محمد عمر نجاتمل (د ملي هدف جریدې مسؤل مدیر
کوربه: جمیل الله حیران
نېټه: ۲۰۲۵/۱۰/۱۵
په نننۍ ډیجيټلي نړۍ کې د معلوماتو خپرېدل تر هر وخت چټک شوي دي. خو له دې پرمختګ سره یو لوی ګواښ هم ملدی — او هغه د ناسمو معلوماتو خپرېدل دي.
په داسې حال کې چې ټولنه د باوري او کره معلوماتو تږي ده، د رسنیو او خبریالانو مسؤلیت ډېر زیات شوی دی.
رسنۍ د حقایقو د خپرولو تر ټولو مهمه سرچینه ده، او که د دقت، صداقت او مسلکیتوب اصل پکې له پامه وغورځېږي، ټولنه له فکري ګډوډۍ سره مخ کېږي.
حاجي نجیبالله فکرمن د دې موضوع د مسؤلیت اړخ ته په اشارې سره وايي:
«هر خبر چې خپرېږي، باید د اعتبار پړاوونه تېر کړي. د معلوماتو د تصدیق نشتوالی نه یوازې د یوې رسنۍ باور له منځه وړي، بلکې د ټولې رسنیزې کورنۍ حیثیت ته زیان رسوي. خبریال باید د خلکو د ذهنونو ساتونکی وي، نه د ګډوډۍ خپرونکی.»
هغه زیاتوي چې د رسنیو دنده یوازې د خبر رسونه نه ده، بلکې د رښتیني فکر خپرول، د سولې، وحدت او باور فضا پیاوړې کول هم د دوی اخلاقي مسؤلیت دی.
بل لور ته، محمد عمر نجاتمل د خبریال د مسلکي اصولو په اړه وایي:
«خبرېال باید د هرې موضوع د دواړو اړخونو حقایق وڅېړي. بېپخې سرچینې، عجله او احساساتي خبرونه د ناسمو معلوماتو سرچینه جوړوي. د خبریال وجدان هغه وخت سالم وي چې له هرې څرګندونې مخکې د هغې کرهتوب یقیني کړي.»
ناسم معلومات یوازې د یوه ناسم خبر ستونزه نه ده دا د اعتماد، وحدت او ټولنیز ثبات مسله ده.
رسنۍ او خبریالان د رښتینې رڼا مشعلداران دي؛ که هغوی خپل مسلک د امانت او صداقت پر بنسټ ترسره کړي، نو ټولنه به د فکري سلامتیا او باور نوې فضا ته ننوځي.
#تجلاراډیو
