د ناسمو معلوماتو خپرېدل، په ټولنه او عامه ذهنیت څومره اغېز لري؟ ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه
10/15/2025


مېلمانه:
ټولنیز فعال وحید الله محمدي
ټولنیز فعال مجیب الله ابرار
کوربه: محمد فهیم مخلص
نېټه: ۳۰/ ۹/ ۲۰۲۵
په ډیجیټلي نړۍ کې د ناسمو او دروغجنو خبرتیا خپرېدل د ټولنو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده. کله چې ناسمه خبره د انټرنېټ له لارې زرګونه کسانو ته رسېږي، د خلکو پر فکرونو، تصمیم نیولو او ټولنیز باورونو ژور اغېز کوي. دا پدیده نه یوازې د ګډوډۍ او وېش لامل کېږي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو د کمزورۍ او د عامه باور د له منځه وړلو سبب هم ګرځي.
د ناسمو معلوماتو یوه ستره ستونزه دا ده چې د حقیقت او دروغو ترمنځ کرښه مبهمه کوي. عادي وګړي چې له ډیجیټلي سواد څخه کمه ګټه اخلي، د دغو معلوماتو په لومه کې راګیرېږي او د بېباورۍ، وېش او حتا تاوتریخوالي ښکار کېږي.
ټولنیز فعال وحیدالله محمدي وايي: «کله چې ناسم معلومات پر خلکو حاکم شي، د هغوی فکر او قضاوت فلج کېږي. دا کار د ټولنې پر ګډ ذهنیت داسې منفي اغېز کوي چې بیا د حقیقت منل ورته ستونزمن کېږي.»
نوموړی زیاتوي: «که موږ د ناسمو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې چوپ پاتې شو، د راتلونکو نسلونو فکري بنسټونه به له جدي ګواښونو سره مخ شي.»
همدارنګه، ټولنیز فعال مجیب ابرار باور لري: «د ناسمې خبرتیا خپرېدل د اور لمبې ته تېل ور اړول دي. دا د خلکو تر منځ بېباوري، وېش او کرکه زیاتوي، چې پایله یې د ټولنې د یووالي کمزوري کېدل دي.»
هغه وايي: «هر وګړی باید د معلوماتو د شریکولو پر مهال لږ تر لږه د سرچینې په اړه ځان ډاډه کړي، ځکه زموږ بېپروايي کولای شي زرګونه ذهنونه زیانمن کړي.»
د ناسمو معلوماتو خپرېدل د ټولنې ګډ فکري چاپېریال ته ستر زیان رسوي. د دې ستونزې د مخنیوي یوازینۍ لاره د ډیجیټلي سواد لوړول، د دقیقو سرچینو پېژندل او د پوهاوي عامول دي. هر وګړی مسوول دی چې د معلوماتو په خپرولو کې پوره احتیاط وکړي، څو د عامه ذهنیت د خرابېدو مخه ونیول شي.
#تجلا راډیو