د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر وايي، د ناقانونه بهرنیانو ایستلو لړۍ روانه ده، ضرب الاجل نه غځول کېږي
4/11/2025


د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر طلال چودري وايي، له ۸۰۰ زره ډېر هغه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي، چې د افغانستان سټیزن کارډونه (اې سي سي) یې درلودل او پاکستان کې مېشت وو.
نوموړي پرون پنجشنبه د دې موضوع په هکله وویل: ''د بهرنیانو ایستلو لړۍ روانه ده... د ضرب الاجل موده نه غځول کېږي. تر اوسه پورې ۸۵۷ زره او ۱۵۷ افغان سټیزن کارډ لرونکي او نور بهرنیان خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.''
طلال چودري زیاتوي پاکستان کې ۸۱۵ زره افغان سټیزن کارډ لرونکي کډوال ثبت او راجستر دي.
د یادونې ده، چې د پي او ار په نامه د ثبت او راجستر پروګرام په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی و، چې د رسمي شمېرو له مخې تر ۲۰۲۳ کاله پورې یې دوام وکړ او له مخې یې پنځلس لکه او ۶۹ زره او ۵۲۲ افغان کډوال ثبت او راجستر شوي وو