د کرکې وینا د اسلام له نظره ـ ګردی مېز: په بېلا بېلو موضوعاتو د تجلا راډیو ځانګړې خپرونه


مېلمه: قاري محمد حسن صادق
کوربه: جمیلالله حیران
نېټه: ۲۰۲۵/ ۱۰/ ۱
په معاصر عصر کې د کرکې وینا یا نفرتناکه خبرې د ټولنو تر منځ د نفاق او تاوتریخوالي یو لوی لامل ګرځېدلې دي. کرکه خپرونه نه یوازې د بشري ارزښتونو خلاف عمل دی، بلکې د دیني اصولو له نظره هم سخت غندل شوې ده.
اسلام چې د رحمت، زغم او ورورولۍ دین دی، هېڅکله هم د کرکې، توهین او دښمنۍ خبرې نه مني. د مسلمان د ژبې، قلم او عمل څخه باید تل د خیر، سولې او محبت بوی راووځي.
د اسلام له نظره، د کرکې وینا نه یوازې د اخلاقو خلاف ده، بلکې د ګناه یوه درنه بڼه ګڼل کېږي. قرآن کریم مسلمانانو ته امر کوي چې په نرمو خبرو سره یو بل ته دعوت ورکړئ او د بدۍ په ځواب کې نېکي وکړئ.
د دیني عالم قاري محمد حسن صادق په وینا:
«اسلام د کرکې وینا پر ځای د ورورولۍ او زغم پیغام ورکوي. رسول الله ﷺ فرمایي: ‘المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده’، یعنې مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان د ده له ژبې او لاس څخه خوندي وي. دا حدیث په ښکاره ډول د کرکې وینا غندنه کوي.»
قاري صادق زیاتوي:
«که یو څوک د مذهب، قوم، ژبې یا نژاد پر بنسټ د بل انسان سپکاوی کوي، دا نه یوازې د انسانیت ضد عمل دی، بلکې د اسلامي اخلاقياتو له اصولو سره هم ټکر لري. د مسلمان مکلفیت دا دی چې د سولې، یوالۍ او اخوت پیغام خپور کړي.»
اسلام د کرکې وینا نه یوازې ردوي، بلکې د هغې مخنیوي لپاره د اخلاقي مسؤلیتونو لارښوونه کوي. یو مسلمان باید د خپلې ژبې کارونه د محبت، خیر او اصلاح لپاره وکړي.
که هر څوک د اسلام د زغم او رحمت پیغام خپل کړي، نو نه یوازې به له کرکې ډکه فضا له منځه لاړه شي، بلکې د سولې او ورورولۍ فضا به پیاوړې شي.
#تجلاراډیو
