د کنړ د زلزله ځپلو د سرپناه ستونزه

11/8/2025

راپور: امینه عزیزي:

د هېواد په ختیځ کنړ ولایت کې د وروستیو زلزلو زیانمن کسان چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي، دا مهال په ځانګړو پنډغالو کې اوسیږي او د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو سره د دغو کورنیو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د معیاري سرپناه او اسانتیاوو نشتوالی دی.

د کنړ د خاص کنړ ولسوالۍ د عثماني پنډغالي زلزله ځپلې کورنۍ وایي، سرپناه، تودو جامو او نورو اسانتیاوو ته ډېره لري او روان ژمی به پرې له شته امکاناتو سره سخت شي.

۴۷ کلنه امیر بي بي چې کونډه ده او له خپلو اووه ماشومانو سره د عثماني پنډغالي په یوه خېمه کې مېشته ده وایي، اوس مهال چې هوا سړه شوې، د ژمي لپاره ورسره د کمپلو او نورو توکو مرسته شوې خو د هوا د لا سړېدو په صورت کې د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندښمنه ده.

نوموړې زیاته کړه: «خېمه ښه ده، قوي ده، خو د تېز باران او باد سره مقابله نه شي کولی، د کمپلو مرسته هم راسره شوې خو دا چې هوا ورو په ورو لا ډېره سړیږي بیا به ونه شو کولی د خپلو ماشومانو ساتنه وکړو او یا د ژمي پر وړاندې مبارزه. او تراوسه داسې هڅه نه ده شوې چې دایمي سرپناه راته جوړه شي یا مو کورونه ورغول شي او لاړ شو.»

د زلزله ځپلو کورنیو په عثماني پنډغالي کې د اوسېدونکو له ډلې ډېر شمېر یې ماشومان دي چې د هوا له سړېدو راهیسې تراوسه د ځان تودولو لپاره څه نه لري او د دوبي په نریو جامو کې ګوزاره کوي.

د وږمې مور امیر بي بي وایي چې تراوسه د دوی ماشومانو ته د ژمي تاوده جمپرونه، کالي، جرابي یا نور توکي نه دي ورکړل شوي.

خو د وږمې په شمول د عثماني پنډغالي ډېری ماشومان وایي، له خپل کور ډېر؛ دلته خوشاله دي، له یو بل سره لوبې کوي، خلک ورته پاخه خواړه راوړي او لا په یخنۍ نه دي خبر.

اووه کلنه وږمه وایي: «دلته خوشاله یم، تراوسه ګرم جاکټونه او کالي نه لرم خو دا ځای ښه دی.»

بل لور لا هم د کنړ د زلزله ځپلو کورنیو په پنډغالو کې بشري مرستې نه دي درېدلي، د مرستندویه ادارو کارکوونکي هره ورځ عثماني پنډغالي ته راځي او دلته د مېشتو کورنیو ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې په ګوته کوي او ورسره سم اقدامات ترسره کوي.

د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې کارکوونکې چې نه غواړي خپل او د ادارې نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي، موږ هره ورځ دلته د دوی د اړتیاوو او ستونزو د معلومولو لپاره راځو، نه یوازې موږ بلکې بېلابېلې ادارې ورسره مرسته کوي او په دې وروستیو کې چې هوا سړه شوې، ټولو کورنیو ته کمپلې او ژمني توکي ورکړل شوي.

نوموړې د ماشومانو د وضعیت په اړه هم زیاته کړه: «حتی په پنډغالي کې د ماشومانو لپاره د رواني روغتیا ټولګي جوړ شوي چې د ټولو کورنیو ماشومانو ته په کې درس ورکول کیږي او د دوی په رواني حالت یې ډېر مثبت اغېز کړی چې همدا لامل دی ماشومان له خپل کور دلته ځانونه خوشاله ښیي.»

سرچینې هم وایي، څه موده وړاندې په کنړ کې تېز باد د څوکۍ ولسوالۍ د زوړ کلي د زلزله ځپلو په پنډغالي کې د یوې کورنۍ خېمه هم چپه کړې وه.

زلزله ځپلې کورنۍ له حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي چې دوی ته دې د معیاري او دایمي سرپناه غم وخوړل شي.

د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ د عثماني کمپ مسؤول پاچا جان دې اندېښنو ته په پام سره وایي، ځینو هېوادونو د ژمنیو توکو مرسته کړې ده او د معیاري سرپناه د جوړولو لپاره یې هم لاس په کار شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د ترکیې سفیر د کمپلو او نورو ژمنیو توکو مرسته وکړه چې زلزله ځپلو ته ووېشل شوه، د سرپناه لپاره یې هم کار روان دی، له کابل مرکزي کمېټه راغلې وه، د کورنیو سروې به هم ترسره شي او د دوی لپاره یو معیاري ښارګوټی جوړیږي.»

ښاغلي پاچان جان همدارنګه د زلزله ځپلو په کمپ کې د کورنیو لپاره د لګېدلو خېمو په اړه وویل، اوس د خېمو معلومات نه کیږي چې څومره به د باد او باران پر وړاندې قوي وي، خو هرې کورنۍ ته لویې او ښې خېمې ورکړل شوي چې کړکۍ او نور امکانات هم لري.

د خاص کنړ ولسوالۍ د عثماني کمپ مسؤول پاچان جان د مرستو د وېش د بهیر په اړه وویل: «مرستې په شفاف ډول وېشل کیږي، د هر کمپ لپاره یو کمېسیون جوړ شوی او یو مرکزي کمېسیون هم دی چې له دې لارې هر کمپ ته مرستې په شفاف او عادلانه توګه وېشل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د وږي میاشتې په ۱۰مه نېټه په کنړ کې د خونړۍ زلزلې له امله شاوخوا اووه زره کورونه په بشپړ او جزوي ډول ویجاړ شوي او ژوندي پاتې شوي کسان اوس مهال د کنړ او ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ځانګړو پنډغالو کې استوګن دي.