د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس یوه ستره فابریکه پرانیستل شوه.

7/31/2025

یاده فابریکه به د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو، د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا، سلګونه کسانو ته د کارموندنې او د صادراتو د معیاري کېدو لپاره مهم ګام وي. دا فابریکه چې په ۱۲۸ جریبه ځمکه د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې، په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري چې محصولات به یې روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او ختیځې اسیا ته صادرېږي.