د جعلي خبرونو پیژندل

9/5/2025

له ټولنیزو رسنیو او انټرنیټي سایټونو څخه د خبرونو او معلوماتو را اخیستلو پرمهال لازمه ده چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له پوره دقت څخه کار واخلي ترڅو د ناسمو معلوماتو او شایعاتو د خپریدلو مخنیوی وشي خبریالان کولی شي معلومات او خبرونه له داسې پیژندل شوو سایټونو ترلاسه کړي چې پیژندل شوي او د اعتبار وړ وي له هغې دې معلومات او خبرونه را واخلي او خپاره یې دې کړي که خبریالان د جعلي سایټونو او نا معتبرو آدرسونو خبرونه او معلومات خپاره کړي نو په ټولنه کې به خپل باور له لاسه وکړي او منفي او ناسم معلومات او تبلیغات به یې خپاره کړي وي پدې اړه څو تنو خبریالانو وویل چې د رسنیو کارکوونکي دې له ټولنیزو رسنیو څخه د معلوماتو را اخیستلو پرمهال له پوره دقت څخه کار واخلي

سباوون سحر یو تن خبریال وایي چې د شایعاتو خپرولو د مخنیوي لپاره باید له معتبرو سرچینو او سایټونو معلومات راټول شي ترڅو خبریالان او رسنۍ خپل باور په ټولنه کې له لاسه ورنکړي

کلیپ سباوون سحر

ضیاالرحمن سباوون یو بل تن خبریال وویل چې د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته ښایي چې له ټولنیزو رسنیو او انټرنټي سایټونو څخه د معلوماتو راټولولو پرمهال خبریالانو ته ښایي چې له پوره دقت څخه کار واخلي او رښتیني معلومات تر خلکو ورسوي ترڅو په ټولنه کې د منفي تبلیغاتو او جعلي معلوماتو د خپرولو مخنیوي وشي

کلیپ ضیاالرحمن سباوون

همدارنګه یو بل تن خبریال پسرلی وایي چې کله خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له معتبرو سایټونو او پیژندل شوو پاڼو خبرونه او معلومات را اخلي او خپروي یې نو په ټولنه کې به د خلکو باور پرې زیات شي او خلکو ته به رښتیني معلومات ورسولی شي.

دا چې په اوسني عصر کې د ټولنیزو رسنیو څخه میلیونونه کسان ګټه اخلي نو ارزښت یې هم زیات دی د یو شمیر پیژندل شوو او معتبرو رسنیو او همدارنګه د نورو ارګانونو او بنسټونو له سایټونو خپاره شوي معلومات او یا هم خبرونه د ټولنې د خلکو لپاره د اعتبار وړ دي که همدا اعتباري رسنۍ په غلطۍ سره د ټولنیزو رسنیو څخه ناسم معلومات را ټول کړي او خپاره یې کړي نو په ټولنه کې به خپل اعتبار له لاسه وکړي او څوک به باور نه پرې کوي نو کله چې خبریالان له ټولنیزو رسنیو معلومات را ټولوي باید پدې ځان باوري کړي چې هغه معلومات ناسم او جعلي ندي او باید کره او دقیق معلومات تر خلکو ورسوي.