د انټرنټي سواد ارزښت او د خلکو پر ژوند يې اغيزې

راپور: عادله ستانکزۍ

انټرنټ د نني عصر له ډېرو مهمو برخو څخه ګڼل کيږي، چې د خلکو په ژوند يې خورا ډېرې اغيزې پريښي.د معلوماتو تر لاسه کول، د اړيکو نيول، زده کړه، د سوداګرۍ پراختيا، سرګرمي او نورې ډېرې چارې د انټرنټ له لارې ترسره کيږي. د انټرنټي سواد لرل ډېره اړينه خبر ده، ځکه د اوسني دور له اړتياو څخه ګڼل کيږي.

انټرنټي سواد يوازې په دې مانا نده، چې څوک څنګه وکولى شي انټرنټ وکاروي بلکه تر څنګ يې وکولى شي، چې باوري معلومات تر لاسه کړي، له انټرنټي خطرونو ځان وساتي او وکولى شي، چې له دې لارې خپلې چارې سرته ورسوي. په دې راپور کې هڅه شوې، چې د انټرنټي سواد ارزښت واضح شي او وښيي چې دا ډول پوهه د خلکو پر زده کړو، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو چارو څه اغيزې لري.

انټرنټى سواد په افغانستان او سراسر نړۍ کې د خلکو يو له مهمو اړتياوو څخه ګڼل کيږي. څېړونکي وايي څوک، چې له انټرنټ څخه د کارونې کافي اندازه سواد نه لري، کولاى شي خلک له ګڼو ستونزو او خطرونو سره مخ کړي. په اخيرو کلونو کې ډېرى ښوونيزو مرکزونو په هيواد دننه هڅه کړې، تر څو د انټرنټي سواد ښوونيزې برنامې په لاره واچوي.

د کابل له غرب څخه د يو مکتب زده کوونکى داسې وايي: ما د انلاين کورسونو له لارې وکولى شوه، چې له انټرنټ څخه د درسي معلوماتو او انګليسي ژبې زده کړې لپاره استفاده وکړم.

له دې پرمختګونو سره سره لا هم ميليونونه وګړي د هيواد په لرې پرتو سيمو کې انټرنټ او د انټرنټي سواد ديجيټلي برخې ته لاسرسى نه لري.

ليکواله هيله پسرلۍ مو په دې هکله پوښتلې او خپل نظر يې د ليکوالۍ له اړخه داسې شريک کړى: "د خواله رسنيو له برکته د ليکنو خپرول خورا اسانه شوي دي. دې اسانتيا که له يوې خوا د ځينو بې سويې او حتا مضرو ليکنو خپرولو ته زمينه برابره کړې ده له بلې خوا يې ليکوالي د چاپ او يوې خاصې حلقې له انحصاره را ايستلې ده. مثلآ پخوا به که يو کليوال شاعر ښه شاعري هم کوله، دا امکان ډېر کم و چې خلک دې دی د خپل کلي له ګړۍ بهر وپېژني، يا د يې شعر په کابل کې خپور شي، خو اوس هر څوک چې د وطن په هر کونج کې ژوند کوي، که مبايل او انټرنېټ ورسره وي خپل استعداد ټول افغانستان ته رسولی شي‌. نو ګومان کوم هغه اثر چې خواله رسنيو د پښتو ادبياتو پر ودې درلود او لا يې لري خورا مهم او موثر دی.

خصوصا د ښځو لپاره چې له ټولنې شړل شوي دي، د چاپ صنعت د نارينه وو په لاس کې دی او يو شمېر نجونې حتا دا اجازه هم نه لري، چې په خپل نوم لیکل وکړي، د انټرنېټ له برکته‌ ځينې هغه محدوديتونه چې په ټولنه کې ښځينه ليکوالې ورسره مخامخې دي کم شوي دي. خواله رسنيو پښتو تولید ډېر کړ، د تاندو ليکوالو شمېر يې ډېر کړ، د ليکوالو او لوستونکو ترمنځ واټن يې کم کړ، پښتو املا ته توجو ډېره شوه‌ او د مختلفو ليدلوريو اورېدو او لوستو ته يې زمينه برابره کړه"

انټرنټي سواد لرل د 21 مې پيړۍ له اساسي اړتياوو څخه ګڼل کيږي؛نو لازمه ده چې وګړي ځانون په انټرنټي سواد سبمال کړي تر څو وکولى شي خپلې چارۍ په سمه توګه مخ ته يوسي.