چارواکې وايي یوه ورځ کې یې څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړل

4/11/2025

د طالبانو سترې محکمې ویلي، نیمروز کې اعدام شوی د شیب‌کوه ولسوالۍ اوسېدونکی و او یو بل کس یې په چړې وهلی او وژلی و.‌

د طالبانو سترې محکمې د قتل په تور د درېیو محکومو شویو کسانو د اعدام له اعلانولو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي: "نن ورځ د فراه ولایت مرکز ورزشي سټډیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل‌جلاله) حکم (قصاص) تطبیق شو".

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د اعدام شوي تن د اعدام حکم د طالبانو د مشر له تایید او د مقتول د کورنۍ له لوري د نه بښلو له تایید وروسته د جمعې پر ورځ‌ (اپریل ۱۱) د فراه لوبغالي کې وشو.