استانبول غونډه کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو غږ وشو

4/11/2025

د ترکیې په استانبول ښار کې له افغانستان سره د مرستو په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس په لومړي ځل د امریکا له ګډون او یا مالي ژمنې پرته وشو.

غونډه د "افغانستان د همغږۍ ډلې" په نامه بنسټ راغوښتې وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) او د هېوادونو او سازمانونو استازو هم ګډون پکې کړی و.

د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو (د اپرېل اته، نهه) د ترکیې په استانبول کې وشوه.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته امریکا افغانستان ته نیمايي بشري مرستې ورکولې، خو په ۲۰۲۵ کال کې یې ظاهرا لا د مرستو څرک نه لګېږي