انټرنیټي خدمتونو ته لاس رسۍ او په انټرنيټ تسلط په نني عصر کې ځانګړی ارزښت لری.
8/30/2025


ډیری ځوانان د نړۍ پرمختللي او نوي معلومات له انترنټ او تولنیزو شبکو تر لاسه کولی شي انټرنتي خدمتونه د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته هم ځانګړی ارزښت او رول لري دوی کولی شي د بیلابیلو موضوعاتو په هکله نوی معلومات په چټکه او آسانه توګه تر لاسه کړي او همدارنګه بیلابیل علمي او خبري معلومات، خبرونه راپورونه او خپرونې په آسانه توګه تر خلکو ورسوي. ایمل خرم وردګ ولایت کې د یوې سیمه ایزې رادیو خبریال وایي چې په نني عصر کې انټرنټي خدمتونو او ټولنیزو شبکو د رسنیو په کارونو کې ښه والی او چټکتیا رامنځ ته کړې ده.
کلیپ ایمل خرم
اسما هغه لوستې نجلۍ ده چې ډیری علمي معلومات له انټرنټ څخه تر لاسه کوي وایي چې د انټرنټ بیې دې راټیټې شي او چټکتیا یې دې زیاته شي.
کلیپ اسما
اسما وایي چې ځوانان باید له انټرنټ نه مثبته ګټه پورته کړي او د ټولنې او کورنۍ د پرمختګ لپاره دې له انټرنټ نه ګټور معلومات تر لاسه کړي.
کلیپ اسما
احسان الله صمیم د میدان وردګو ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ استازی وایي چې د پخوا په پرتله په انټرنیټي خدمتونو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي، په میدان وردګو ولایت کې حکومتي ادارو ته د چټک انټرنټ آسانتیاوې رامنځ ته شوې چې تر ډیره ورسره په کارونو کې ښه والی راغلی دی.
کلیپ احسان الله صمیم
احسان الله صمیم وایي چې د انټرنټ کارونه په شخص پورې اړه لري له انټرنټ نه هم مثبته او هم منفي ګټه اخیستل کیدای شي او ځوانان باید له انټرنټ نه پوهنیز معلومات ترلاسه کړي.
کلیپ احسان الله صمیم
په میدان وردګو ولایت کې اوس مهال مخابراتي شبکې په مرکز میدان ښار او نورو ولسوالیو کې فعالیت کوي چې ورسره انټرنټي خدمتونه هم ښه شوي دي، خلک د دا ډول پرمختګونو هرکلی کوي او غواړي چې نور هم انټرنیټي خدمتونه ښه شي بیې یې را ټیټې شي او د میدان وردګو ولایت په ټولو سیمو کې خلک چټک او ارزانه انټرنټ ته لاس رسی پیدا کړي.
ضیاالرحمن سباوون ـ غږ رادیو