انټرنټ له فیزیکي ستړیا پرته خلکو ته په کور دننه یوه ښه عایداتي سرچینه

9/2/2025

راپور: فهیم الله افغان

انترنټ چې د معلوماتو، اړیکو، زده کړو او سرګرمۍ لپاره کارول کېږي، د ځانګړو شرطونو تر پوره کولو ورسته ډېری ځوانان ترې غوره عاید هم ترلاسه کوي.

انټرنټ د نړۍ د بدلون ستر عامل ګڼل کېږي، دا نه یوازې د اړیکو، زده‌کړو او معلوماتو لپاره کارېږي، بلکې د عاید یوه پراخه سرچینه هم ده، د نړیوالو سربېره په زرګونه افغانان، په ځانګړي ډول ځوانان، د انټرنټ له لارې په خپل کور کې د ځان لپاره حلال عاید ترلاسه کوي

له انټرنټ څخه د پیسو ګټلو تر ټولو مشهوره فلټ فارم یوټیوب دی چې له دې لارې عاید ترلاسه کوونکی باید لږ تر لږه ۱۰۰۰ ګډونوال او ۴۰۰۰ ساعته لیدنې ترلاسه کړي

عبدالکبیر چې د ستورو کاروان په نوم یوټیوب چينل لري ځان ته یې ترې د عاید یوه ښه سرچینه برابره کړې نوموړی وايي په اونۍ کې ترې زرګونه افغانۍ ګټي

نه یوازې یوټيوب بلکې نورې ورته لارې هم شته چې په آسانه سره د وړتیاو لرونکي کولای شي ترې عاید ترلاسه کړی، دوی له فری‌لانس څخه د خپلو مهارتونو په کارولو لکه ژباړې، ډیزاین، لیکنې، ویډیو ایډیټ، او پروګرامینګ له لارې پر ویب‌سایټونو Fiverr، Upwork او Freelancer په کارکولو سره نړيوالو پیرېدونکو ته خپل خدمات وړاندې کوي

محمد صمیم د وډیو اېډیټ او ډیزان له لارې له فریلانس څخه د ځان لپاره میاشتنی ښه عاید برابروي چې دا چاره یې په خپل کور کې له وړوکي کمپیړټر مخکې وړي

سربېره پر دې، ټيک‌ټاک او فېسبوک هم دا وړتیا لري چې ویډیو جوړوونکو ته د خپلو ویډیوګانو له لارې عاید ورکړي، خو دا کار د ځانګړو شرطونو پوره کولو پورې اړه لري جبارخان وايي چې ټولنیزې پاڼې یې نه یوازې د عامه افکارو په جوړولو کې کارولې بلکې ورته د ښه عاید په سرچینو بدلې شوې

له انټرنټ څخه د پیسو ترلاسه کول تر یادو شو لارو محدود نه دي بلکې د افلایت بازارموندنه چې خلک د نورو توکو ته اعلانونه کوي او له پلور سره یې کمېشن ترلاسه کوي همداراز، دې ته ورته آنلاين تدريسي کلاسونه، بلاګ لیکل، او آنلاين پلور یې هم ډېرې مشهورې لارې دي.

په داسې حال کې چې د انټرنټ نړۍ هره ورځ نوي امکانات رامنځته کوي چې هڅاند او وړتیا لرونکي کسان ورڅخه په آسانه غوره عاید ترلاسه کو