امریکا د زرګونو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حیثیت 'ټيپياېس' پای ته رسوي
4/12/2025


د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې په دې هېواد کې د مېشتو د زرګونو افغانانو او کامرونیانو د ایستلو د لنډمهاله خوندیتوب حالت (ټيپياېس) پای ته رسېږي.
د امریکا د کورني امنیت مرستیالې وزیرې ټریشیا مکلافلین لخوا د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، وزیرې کریسټي نوېم موندلې چې په افغانستان او کامرون کې شرایط نور داسې نه دي چې اتباع دې یې په امریکا د لنډمهاله خوندیتوب وړ وګڼل شي.
له دغه اعلان سره به د شاوخوا ۱۴ زره ۶۰۰ سوه افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حالت (ټيپياېس) په راتلونکې می میاشت او د شاوخوا ۷۹۰۰ کامرونیانو په جون کې پای ته ورسېږي.
د دې پرېکړې له اعلان سره په یوه ورځ امریکا کې یوه قاضي حکم کړی چې د ټرمپ اداره کولی شي د پوهنتون یو فارغ التحصیل چې تېره میاشت د فلسطین په پلوۍ لاریونونو کې د رول په تور نیول شوی و، له هېواده وباسي.
امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب (ټيپياېس) حق د داسې هېوادونو اتباعو ته ورکول کېږي چې د وسلهوالو شخړو یا چاپېریالي پېښو په څېر له داسې شرایطو سره مخامخ وي، چې بېرته ورستنېدل ورته خوندي نه وي.
د لنډمهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت معمولا تر ۱۸ میاشتو دوام کوي او د کورني امنیت د برحاله وزیر لخوا نوی کېدی شي.
ټيپياېس خلک له متحدو ایالتونو له ایستل کېدو خوندي او د کار اجازه ورکوي.
د مکلافلین په وینا، د ۲۰۲۳ کال سپتمبر کې د کورني امنیت د وخت وزیر الیجاندرو مایورکاس اعلان کړی و چې افغانانو لپاره به د لنډمهاله خوندیتوب د حیثیت موده د ۱۸ میاشتو لپاره یعنې د روان کال د مې تر ۲۰مې پورې وغځول شي.
خو د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوېم د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۱مه، د متحدو ایالتونو له حکومتي ادارو سره تر مشورې وروسته، "پرېکړه وکړه چې افغانستان نور د خپل لنډمهاله خوندیتوب حیثیت نومونې لپاره قانوني شرایط نه پوره کوي، نو هغې له همدې کبله افغانستان لپاره ټيپياېس پای ته ورساوه."
د امریکا د کورني امنیت مرستیال وزېرې زیاته کړه چې نوېم دا پرېکړه د متحدو ایالتونو د تابعیت او مهاجرت خدماتو (USCIS) لخوا افغانستان کې د شرایطو د ارزونې پر بنسټ کړې چې طالبانو پکې نږدې څلور کاله مخکې کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی.
مکلافلین وايي، ټيپياېس لپاره د کامرون د وضعیت د لغوه کولو ورته پرېکړه د اپریل پر ۷ مه وشوه.
د ټرمپ ادارې تېره میاشت وویل چې دوی به په ورته ډول د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او وینزویلا له نیم میلیون څخه د زیاتو کډوالو لنډمهاله قانوني حیثیت هم لغوه کړي