عدلیې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د جایدادونو له مالکینو غوښتي، چې راستنېدونکو کډوالو ته خپل کورونه په مناسبه کرایه ورکړي.
په دې اعلامیه کې د ګڼ شمېر راستنېدونکو افغان کډوالو خراب اقتصادي حالت ته اشاره شوې، چې د کورونه مالکین باید راستنېدونکو کډوالو ته په مناسبه کرایه کورونه ورکړي او د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤلین هم باید د اصولو خلاف کمېشن اخیستو څخه ډډه وکړي. عدلیې وزارت د دې سربېره پر خیریه بنسټونو هم غږ کړی، چې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو برخه کې له هېڅ ډول هلوځلو ډډه ونه کړي
4/13/20251 min read


My post content