ادبي غلا یا هم کاپي رایټ له فکري ملکیت سرغړونه!
9/2/2025


ادبي غلا او کاپي رایت د معاصر تعلیمي او ادبي رسنیزو چارو مهم او نازک اړخونه جوړوي د بل چا له اثارو، مقالو او لیکنو پرته د اجازې ګټه اخیستل په خپل نوم چاپول یا هم په خپلو پاڼو کې ترې ګټه اخیستل نه یوازې اخلاقي ستونزه ده بلکې د کاپي رایت له قانون سرغړونه ده.
د انترنېټ او اجتماعي رسنیو له عام کېدو سره سم معلوماتو ته لاس رسۍ اسانه او زیات شوی په کمه موده کې کولای شو د هر څه په اړه ګڼ شمېر معلومات تر لاسه کړو، خو تر څنګ یې یوه بله د ادبي غلا یا کاپي رایت ستونزه زیاته شوې، زده کونکي، لیکوالان او د ډېری رسنیو کارکونکوي د پوهانو او یا هم د نور کسانو لیکنې پرته له دې چې سرچینه وښايي په خپل نوم نشروي چې ادبي غلا بلل کېږي
د کارپوهانو په وینا د لیکنو، مقالو او نور لیکلو اثارو غلا کولو او په خپل نوم نشر ول ادبي غلا ده او د کاپي رایت د قانون تر پښو لاندې کول بیا قانوني سزا لري دوی زیاتوي چې د کاپي رایت قانون لیکوالانو او ادیبانو ته د دې حق ورکوي چې خپل اثار خوندي او څوک یې بې له اجازې ونه کاروي.
کاپي رایت یا هم ادبي غلا په افغانستان کې په زیاته کچه لیدل کېږي چې لوی لامل یې د کاپي رایت له قانون څخه د خلکو ناخبري او یا هم په دې برخه کې د معلوماتو نه شتون دی ډېری کسان وايي لیکنې یې په بېلابېلو برخو کې په نورو نومنو نشرېږي چې د دوی لپاره ځورونکې ده او غوښتنه کوي چې په پوهنتونو، رسنیزو برخو او نور تعلیمي مرکزونو کې د کاپي رایت د قانون د ارزښت په اړه د معلومات ورکړل شي او دې برخې ته پاملرنه زیاته شي.
ګل الرحمن د ټولنیزو رسنیو فعال او لیکوال دی وايي((خپلې لیکنې په ټولنیزو رسنیو خپروم خو کله چې وګورم څو ورځې ورسته خپلې لیکنې په نور پاڼو باندې په بېل نوم وینم چې ما ډېر ځوروي))
فیض الله هم له همدې غلا نه شکایت کوي او وايي دې برخه کې باید زیات کار وشي(( ادبي غلا او کاپی رایت زموږ په ټولنه کې بیخي زیات دی د له منځه وړلو لپاره یې اړتیا ده چې عامه پوهاوی تر سره شي))
د دې برخې پوهان وايي په افغانستان کې هم د کاپی رایت قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لری او زیاتوي چې دې برخې ته به د ټولنیزو رسنیو کارکونکي هم پاملرنه کوی تر څو د نورو لیکنې په خپل نوم یا هم خپل ادرس ونه کارويږي.
محبوب الله سروري